امنیت

دملي دفاع وزارت لوي درستيز ددفاعي او امنيتي ځواکونوکړه وړه بريالي وبلل

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دملي دفاع وزارت لوى  درستيز  دګرجنرال  قدم شاه شهيم په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې ديوشمير امنيتي او دفاعي مسوولينو او درسنيو له کارکوونکو سره درلود په ننګرهارولايت کې ددفاعي اوامنيتي ځواکونو پرمختګونه بريالي وبلل .
شهيم دننګرهار ولايت په حينو ولسواليو کې ناارام امنيتي حالت ته په اشارې سره ددغوځواکونو پرمختګونه ديادونې وړ وبلل .
په دې کنفرانس کې دننګرهار والي سليم خان کندزي د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزيري د ٢٠٢ شمشاد زون قوماندان ، دننګرهار ولايت امنيه قوماندان  ، دسرحدي لوا قوماندان او دعامه نظم قوماندان برخه لرله دامنيتي او دفاعي بنسټونو مسوولينو خپل فعاليتونه اوبرياليتوبونه له لوى درستيز  سره طرحه کړل او له دوى سره يې دده دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دملي دفاع وزارت لوى درستيز ددفاعي او امنيتي ځواکونودکړنو په بيانولو سره وويل: له نيکه مرغه زموږ زړور دفاعي او امنيتي ځواکونه په ټول قوت سره دهېواد او خلکو  ددښمنانو په تيره بيا دطالبانو او داعشيانو په وړاندې وجنګيدل  او خپله ميړانه اوزړور  تيا يې وښودله .
په دې  کنفرانس کې  دننګرهار والي سليم خان کندزي وويل چې  ددولت له مخالفينو سره په جګړه کې  ددولتي ځواکونو دبرياليتوبونو يواځنۍ  اساسي عامل دامنيتي او دفاعي ځواکونو دمسوولينو تر منځ همغږي ده او دغه مسئله ددې سبب شوې ده چې دښمن له پاتې سره مخامخ شي او دهغوى دپرمختګ مخه ونيول شي
  ده وويل چې موږ اوس دخلکو ترمنځ کارکوو اوخلک په دې متقاعد کوو چې له داعشيانو اوطالبانو څخه ونه ډاريږي او له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ نه شي
   ده زياته کړه چې په دې وروستيو وختو کې په کوټ ولسوالۍ کې دداعش دډلې فعاليتونه زيات شوي و او دسر درانده زيانونه  يي هم زغملي دي او دوى آن په دغې ولسوالۍ کې  ښځې او ماشومان ځورول خو سره له دې هم امنيتي ځواکونو يولړ پرمختګونه لرل .
ډګرجنرال  محمد زمان  وزيري دملي دفاع وزارت له لوى درستيز څخه وغوښتل چې ورسره همکاري وکړي او دځمکنيو  عملياتو  تر څنګ هوايي عمليات هم زيات کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته