کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د ملي اردو د ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په ځينو ولايتونوکې ترسره شول؛ ١٧تنه تروريست طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات چې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د قندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ څلورتنه تروريست طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور تروريست طالبان ټپيان شول.
دپکتيکا ولايت د وازه خوا ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددغو ځواکونوپه عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
شپږ تنه وسله وال طالبان دکندز و لايت دخان آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول .
د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې هم درې تنه تروريست طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول او يوبل وسله وال طالب دارزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شو.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسله او مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: دکونړ ولايت د وټه پورې ولسوالۍ په مربوطات کې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې اته تنه په ډار اچوونکو فعاليتونوکې د لاس لرلو په اړوند ونيول شول او شپږ تنه نور د هلمند ولايت په لښکرګاه کې په ورته تور ونيول شول .
0 1 دقیقه لوستل