امنیت

د ناوې ولسوالۍ بازار د پوځيانوله خوا ونيول شو

لښکرګاه باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
په داسې حال کې چې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ بازار د هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو، پوځي مقامات په دغې و لسوالۍ کې د ځواکونو  د پرمختګ خبره کوي.
پوځيانو له دوو اوونيو عملياتو وروسته پرون ناوخته بريالي شول د ناوې د ولسوالۍ بازار له طالبانوڅخه ونيسي .
د ناوې ولسوالۍ يو کال مخکې د طالبانو له خوا نيول شوې وه.
د کوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختر آژانس ته وويل: د کوماندو ځواکونو د نورو سيمه ييزو ځواکونو ترڅنګ دغه راز د دغې ولسوالۍ د نورو سيمو د نيولو په خاطرخپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
ده وويل ؛ دناوې ولسوالۍ  بازار  او شاوخوا کلي د پوځيانو  له خوا پاک شوي دي او پوځيان د کور په کور عملياتو ته دوام ورکوي.
د کوماندو د ځواکونو وياند وويل: په دغو عملياتوکې د څو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون په لسګونوتنه طالبان وژل شوي دي.
ده په دغو عملياتوکې د پوځيانو د سر د احتمالي زيان په باب څه ونه ويل.
په همدې حال کې د هلمند د والي وياند وايي: طالبانو د ناوې ولسوالۍ په يوشمېر تاسيساتو ماينونه ښخ کړي دي چې د پوځيانو پرمختګ يې له خنډ سره   مخامخ کړى دى.
ځواک وويل: دغه پوځي عمليات به دطالبانو له شتون څخه  دناوې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
وسله والوطالبانو د يو کال په بهيرکې چې د ناوې ولسوالۍ تر کنترول لاندې درلوده، د جلب او جذب او د ډار اچوونکو بريدونو د روزنې مرکزونه او دغه راز د بمونو او ماينونو فابريکې پکې جوړې کړې وې چې ټول يې په هوايي او ځمکنيو عملياتوکې دړې وړې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته