امنیت

په کندزکې د طالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان ووژل شول

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٤
په کندز ولايت کې د وسله والوطالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول .
په قارى احمد شاه مجاهد او قاري ذبيح الله نن سهار د خان آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوى په پتنځايونو د اردو او پوليسو د ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
په دې نښته کې يوبل وسله وال طالب هم وژل شوى دى او د دغې ډلې درې تنه نور غړي په داسې حال کې چې ټپيان وو؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دکندز د پوليسو ويندوى سيدسرورحسيني له باختر آژانس سره په اړيکه کې تاييد کړه چې ددغې نښتې په بهيرکې د طالبانو جګپوړي قوماندانان قاري احمدشاه مجاهد او قاري ذبيح الله له يوبل طالب سره ووژل شول او درې تنه نوريې ونيول شول.
د ځينې دڅرګندونو له مخې: دغه جګړه د خان آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو په بهيرکې رامنځته شوه. ويل کيږي
ددغوعملياتو په بهيرکې د خان آباد ولسوالۍ په لسګونو سيمې د تروريستي ډلو له شتون څخه پاکې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته