امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

غزنى باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
اووه تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د توپچي بريدونو په نتيجه کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېمې لوا وياند حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه اووه تنه ډار اچوونکي تېره شپه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د توپچي بريدونو په نتيجه کې چې د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو په سيمه کې وشول، ووژل شول.
رضايي زياته کړه: دغه ډار اچوونکي د ورانکارو بريدونو د ترسره کولو په خاطر راټول شوي وو چې پرې بريد وشو.
په دغو بريدونوکې پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ويل کيږي په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته