امنیت

طالبانو درې تنه په پکتيا کې اعدام کړل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٨
طالبانو درې تنه په پکتيا ولايت کې د انسان تښتونې په تور اعدام کړل.
د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهيم د دغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو درې ورځې مخکې يو ماشوم د ګرديز ښار په مربوطاتوکې تښتولى او نا معلوم ځاى ته ليږدولى و .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: انسان تښتوونکو دغه ماشوم له تښتونې وروسته په ناوړه توګه وواژه.
طالبانو دغه کسان د پکتيا ولايت مرکز د ګرديز ښار پورې اړوند د مټي کوټ د سيمې د خلکو په همکارۍ ونيول او هغوى يې په عام محضرکې اعدام کړل .
څو ورځې مخکې طالبانو د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوه تنه د غلا کولو په تور اعدام کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته