کابل، د لړم ۲۷ مه، باختر
د اسلامي امارت په راتګ سره زابل کې د ورزش بېلابېلو برخو ته پاملرنه زیاته شوې او دا مهال د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې سلګونه ځوانانو ورزش کولو ته مخه کړې.
زابلي ورزشکاران وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره دې ولایت کې ورزش وده کړې او تمه ښيي چې په دې برخه کې لا ډېرپام وشي.
د زابل سپورت آمر احمد غلامي په شاجوی ولسوالۍ کې د یو ورزشي کلب د پرانستې پرمهال ډاډ ورکړی، چې د زابل په کچه به ورزشکارانو ته د ورزش کولو زمینه برابروي او په بېلابېلو ولسوالیو کې به لاډېر کلبونه رامنځته کړي.
نوموړي وویل، چې په شاجوی ولسوالۍ کې د کیک جستو واکو کیک بوکسینګ ورزشي برخه کې نوی کلب ورزش ته د ځوانانو د هڅولو لپاره پرانستل شوی، چې د دغې ولسوالۍ ځوانان به ترې استفاده وکړي.