کابل باختر دوري دمياشتې ٢٢ :
دافغانستان په لويديځ کې دملي اردو قوماندانانو په پوځي قطعاتو کې دبيسوادۍ
دجرړو دايستلو په خاطر دپروګرامونو دزياتوالي خبر ورکړ .
دظفر قول اردو دقطعاتو يو شمير افسران چې دبيسوادو او کم سوادو افرادو لپاره دلوست ورکولو مهارتونه يې زده کړي دي ، دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دظفر قول اردو مرستيال دباخترآژانس خبريال ته وويل : ټاکل شوې ده دغه کسان ددغې قوماندانۍ په بيلابيلو واحدونو کې دبيسوادو سرتيرو لپاره دلوست چارې پرمخ يوسي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ