امنیت

اووه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

-کابل/باختر/ د زمري  ١٩مه
په روزګان کې اووه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
پر دغو طالبانو تېره شپه د ترينکوټ ښار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوکې بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريد کې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نوريې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې په جګړه کې د طالبانو څوجنګي وسايل د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په روزګان کې د يولړ چاودنومخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار ١١ماينونه د روزګان په ګڼ مېشتو لاروکې کشف اوشنډ کړل.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغو ماين ښخونو مسووليت نه دى منلى، خو سيمه ييزې سرچينې وسله وال طالبان يې عاملين بولي.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته