-کابل/ دمرغومي ٥مه/ باختر:
دترکمنستان داوسپنې پټلۍ وزارت فني هيئت دهرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره په کتنه کې دهرات – تورغندي داوسپنې پټلۍ دسروې دپيل په باب خبرې اترې وکړې .
دهرات والي ددغه تګلوري دسروې دپيل هرکلى وکړ او اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې له دغه هيئت سره همکاري وکړي .
دترکمنستان داوسپنې پټلۍ وزارت دهيئت رييس وايي، دهغه تفاهم ليک له مخې ، چې څومياشتې مخکې دترګمنسان دبهرنيو چارو وزارت په هرات کې لاسليک کړ دغه مسلکي هيئت موظف شوى دى چې اقتصادي اوتخنيکي سروې وکړي .
دهرات _ تورغندي داوسپنې پټلۍ يوسلو دوه اوياکيلومتره اوږدوالي لري چې افغانستان دترکمنستان له لارې دمنځني اسيا له هېوادونوسره نښلوي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ