سیاستخبرونهټولنهTOP

د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت: نړیوال بنسټونه او مؤسسې دې په اوسني وخت کې لا زیاتې مرستې وکړي

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت مالي او اداري معین محمد ارسلا خروټي نن د Nove onlus ایټالیايي مؤسسې له عمومي رئیسې سوسانا فیورتي او د بورډ له غړي ښاغلي سزویزو سویره سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو له پاکستان څخه په جبري توګه راستنېدونکو افغانانو ته د دغې ادارې د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په باب خبرې وکړې.

په یاد کتنه محمد ارسلا خروټي د يادې مؤسسې له لوري د مرستو د پيل ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه مرستې بايد د ضرورت او اړتيا  له مخې وي، نړیوال بنسټونه او مؤسسې په دې سختو شرايطو کې چې راستنېدونکو افغانان ور سره مخ دي، د نورمال وخت په پرتله زياتې مرستې وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې له کډوالو سره باید د سیاسي وسیلې په توګه چلند ونه شي، باید له هغوی سره د بشري حقونو او انساني وجیبو له مخې چلند وشي.

ورته مهال سوسانا فیورتي د جبري راستنېدونکو لپاره د یادې ادارې د ملاتړ او مرستې ډاډ ورکړ او ویې ویل چې موږ به له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته