ورزش

دافغانستان ددرې ويشت کلنو نجونو دفوټبال ټيم نن دايران له ټيم سره لوبه کوي

کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دهېواد دنجونو دفوټبال ملي ټيم نن دايران له ملي ټيم سره لوبه کوي .
دافغانستان دفوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول شمس امينې دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهېواد دنجونو دفوټبال ټيم  په څلورو لوبو کې يوه بريا اودرې ماتې  لري .
دغه سيالۍ دافغانستان ، ايران ، تاجکستان ، ترکمنستان اوازبکستان دټيمونو په ګډون په دوشنبې ښار کې دنوامبرله دوه ويشتمې نيټې پيل او نن پاى ته رسيږي .   ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته