امنیت

٣٥٠ بوتله الکولي مشروبات دپوليسو له خوا ضبط شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٢ :
دفيض آباد ښار د دغه ښار له لومړۍ ناحيې څخه درې سوه پنځوس بوتله الکولي مشروبات کشف او ضبط کړل.
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال غلام سخي غفوري  دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛ دغه الکولي مشروباب د استوګنې په يوه کور کې چې دڅښتن  نوم يې وحيد دى  ځاى پرځاى کړي و  چې دپوليسو دهلوځلو له امله ترلاسه شول.
ددغې پيښې په اړوند د وحيد په نامه يوتن نيول شوى او په دې برخه کې تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته