سیاست

دوه انتخاباتي کميسيونونه ديوبل په کړنو نيوکې، دولايتي شوراګانودانتخاباتو دنتيجو داعلام دبهير اوږدوالي

کابل باختر  دتلي نولسمه :
په داسې حال کې چې دولايتي شورا ګانو نوماندان دنتيجو داعلام لپاره سترګې په لاره دي او ددواړو انتخاباتي کميسيونونو له خوا په يوبل نيوکو دنتيجو اعلام تر نامعلوم وخت  پورې ځنډولي  دي .
دباختراژانس دخبر له  مخې ، ددواړو انتخاباتي کميسيونونو له خوا په يوبل نواقصو ته ګوتي نيولو دولايتي شوراګانو نوماندانو  ته لالهاندي او ستونزې پيداکړي دي .
په همدې حال کې دانتخاباتو خپلواک کميسيون د رايي ورکولو دځينو ځايونو دباطلولودڅرنګوالي په باب دانتخاباتي شکايتونو له خوا د وضاحت غوښتنه کړې ده .
دانتخاباتو خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور وايي دولايتي شوراګانو دنوماندانو د شکايتونو دڅيړنې په برخه کې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون په تصميم نيولو   کې ځينې نواقص شته او دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنو نتيجه په عملي توګه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون تر څيړنې لاندې ده او دغه څيړنې لاتراوسه پورې هم دوام لري .
ده وويل: دقندهار او پکتيا په شان  ولايتونوکې دځينو نوماندانو رايي پاڼې په بشپړه توګه باطلې  شوې دي چې بايد دانتخاباتي شکايتونو کميسيون په دې باب دانتخاباتو کميسيون ته وضاحت ورکړي .
ده تاييد کړه چې په سيستم کې په بشپړه توګه دپريکړو له شاملولو وروسته به معلومه شي چې دولايتي شوراکوم نوماند زياتې اوياکمې رايې ترلاسه کړې دي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دوياند څرګندونې  په داسې حال کې کيږي چې دانتخاباتي کميسيون دخپلو څيړنو نتيجه دتيرې پنجشنبې  په ورځ دانتخاباتو کميسيون ته وليږله .
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې، دڅه دپاسه نهه سوه ځايونو راي پاڼې په کابل کې او په سلګونو نورو ځايونو رايي پاڼې يې په بيلابيلو ولايتونوکې پلټلي وې خو دانتخاباتو خپلواک کميسيون دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون کار ناقص بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته