سیاست

د بهرنيو چارو وزير د ترکيې له خوا د سولې د خبرو د کوربه توب هرکلى وکړ

کابل /دکب ٢٤ / باختر
د بهرنيو چار وزيرد ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره په خبروکې په دغه هېواد کې د افغانانود خبرو اترو د دويمې دورې د ترسره کولو په هرکلي سره د دغې غونډې د هدفونو، د کار د لارښود د برخه والو د شمېر په اړه د اړيکو اوسلامشورو پرزياتوالي ټينګاروکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د هېواد د بهرنيوچارو وزير محمدحنيف اتمر او د ترکيې جمهوريت د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلوپه تيلفوني خبروکې د دوه اړخيزو خبرود پراختيا،د څو اړخيزواړيکواو همکاريو د پياوړتيا د مارچ د مياشتې په وروستيو کې په دوشنبې کې د استانبول بهير د اسيا د زړه د هېوادونو د غونډې د جوړولو او دغه رازد ترکيې په کوربه توب د افغانستان د سولې د خبرو اترو د راتلونکې دورې د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې .
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې خبرو اترو د راتلونکې دورې د کوربه توب لپاره د يو باوري او ارزښتمند دوست په توګه د ترکيې تيارى وستايلې او د دغې غونډې د هدفونو، د کار د لارښود، د برخه والو او د نتيجو په اړه د سلامشورو پرزياتوالي ټينګاروکړ.
اتمر وويل هېله کېږي چې د ترکيې غونډه د افغانستان د خلکو د غوښتنې او ارادې له مخې د سياسي حل لارې ته د رسېدو او د اوربند د تامينولوپه لاره کې مخ په وړاندې يوګام وي.
هغه په دوشنبې کې د استانبول بهير د اسيا د زړه د هېوادونو د غونډې جوړول د سولې د خبرو اترو د راتلونکې دورې لپاره د سلامشورو اوزياتو تياريو لپاره يو ښه فرصت وباله.
د ترکيې د بهرنيوچارو وزير دوحې ته د خپل وروستي سفر اود افغانستان د سولې بهير په اړه د قطر او روسيې د بهرنيوچارو له وزيرانوسره د خپلې کتنې په اړه خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې ترکيه به بديل نه بلکې د دوحې د سولې د بهيربشپړونکي وي .
چاووش اوغلو وويل زياترو اړوندو لورو د ترکيې په کنفرانس کې د ګډون لپاره تيارى څرګند کړى دى .
د ترکيې لورى دغه راز د ايران او پاکستان له هېوادونوسره د افغانستان اوترکيې په درې اړخيزوغونډو کې د ګډون لپاره خپل تيارى څرګندکړ.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته