امنیت

په کونړکې د جګړې له امله له٣٧٠ بېځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٤ :
له هغوکورنيو سره چې په کونړ ولايت کې د نا امنۍ له امله بېځايه شوې دي؛ نن  مرسته وشوه .
دغه مرسته د اسلاميک ايلف موسسې له خوا له هغو لسګونو کورنيو سره شوې ده  چې دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د جګړو له امله بېځايه شوې وې.
په کونړکې د اسلاميک ايلف موسسې استازي محمد حسين رووفي د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه مرسته  له٣٧٠ بېځايه شويوکورنيو سره شوې ده .
خبرځاى وويل: په دې مرسته کې اوړه، غوړي، وريجې، لوبيا، بوره، مالګه، شړۍ، فرشونه، د بخارديګونه ، د ګازو ډبې او دکور نور لوازم شته.
بنارس يو له هغو کسانو څخه چې له دغو مرستو څخه يې ګټه اخيستې ده؛ وايي  چې د اسلاميک ايلف له موسسې څخه د دغو مرستو په خاطر مننه کوي او له نړيوالې ټولنې څخه زياتې مرستې غواړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته