کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۲۱مه
په غو رولايت کې د پوځيانو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
د غور امنيه قوماندان شاه آقا شتاب باختراژانس ته وويل چې دغور ولايت د شهرک ولسوالۍ په سياه خاک سيمه کې د پوليسو پر پوستو د طالبانو د بريدونو له امله څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
ده وويل چې وسله والو طالبانو د سر د زيانونو په زغملو سره په شاتګ ته اړ شول او تر اوسه پورې د هغوی مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
په دې جګړه کې د وګړني پاڅون يو تن سرتيری هم شهيد شوی دی .
ختم_ عطاالله _ اکرم