کابل باختر د کب اتلسمه :
دپنجشير والي نن ديوې ځانګړې غونډې په بهير کې دفرهنګي فعاليتونو په پراختيا ټينګار وکړ .
دپنجشير والي انجنير محمد عارف سروري دفرهنګي کميسيون له غړو سره په کتنه کې دفرهنګي مسئلو او دهغو دپراختيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دده دکار يو اساسي هدف په دغه ولايت د فرهنګي ارزښتونو درناوى او پراختيا ده .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: دپنجشير والي په دې کتنه ددغه ولايت دفرهنګي کميسيون غړو ته دنده وسپارله چې په دې اړوند دې دخپلو پيشنهادونو اوطرحو رپوټ ورکړي .
په همدې حال کې دپنجشير ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس غلام رسول فرائين سره له دې چې په دغه ولايت کې داتو تاريخي څلو دثبتولو خبره کوي د ولايت دمقام دتصميم له امله خوښي څرګنده کړه .