ټولنه

ډاکترکمال سادات: د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو لپاره د زده کړې فرصتونه برابروي

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات نن د کوچيانو د سمون د ادارې له رئيس حبيب الرحمن احمدزي سره په کتنه کې د ټولنې په بېلابېلو برخوکې د کوچيانو رول اغېزمن وباله .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
په دې کتنه کې د ځوانانو د چارو معين څرګنده کړه چې کوچيان کولاى شي د ځوانانو چارو له معينيت سره همکار و اوسي او د ررضاکارانه کارونو په ترسره کولوکې ونډه واخلي او دغه راز په هغو روزنيزو پروګرامونو کې چې د ځوانانو د چارو معينيت له خوا جوړيږي، ګډون وکړي.
ډاکترکمال سادات په هېواد او ټولنه کې د کوچي ځوانان کړه وړه او فعاليتونه ګټور وبلل او ويې ويل: د ځوانانو د چارو معينيت د ښوونې، تحصيل او د روزنيزو او حرفوي پروګرامونو په برخوکې له ځوانانو سره همکار دى.
دغه راز د کوچيانو د سمون د ادارې رئيس وويل چې د کوچيانو زياتره بچيان په دې دليل چې ښوونځي ته لاسرسى نلري، له زده کړې څخه لرې پاتې دي او اوس د ليک او لوست توان نلري.
ده د ځوانانو د چارو له معېن څخه وغوښتل چې له کوچي ځوانانو سره د تعليمي، تحصيلي او روزنيزو فرصتونو د برابرولو په برخوکې همکاري وکړي.
د ځوانانو د چارو معين له هغه سره ژمنه وکړه چې ټولو ځوانانو په ځانګړې توګه له کوچي ځوانانو سره د روزنيزو فرصتونو په برابرولو کې هېڅ راز هلې ځلې نه سپموي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته