امنیت

د انسان تښتونې په تور د يوې ځوانې ميرمنې نيول کيدل

هرات باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
يوه ميرمن د يوې نهه کلنې نجلۍ د تښتونې په تور د هرات ښار له لومړۍ ناحيې څخه ونيول شوه.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مقام باختر آژانس ته وويل: دغه ميرمن  چې د هرات ولايت اوسيدونکې ده، پرون کله يې چې غوښتل د ستايش په نامه يوه  نهه  کلنه نجلۍ د ٣٠ متره سړک له سيمې څخه وتښتوي، د خلکو په همکارۍ د دويمې امنيتي حوزې د پوليسو له خوا ونيول شوه او د زياتو تحقيقاتو په خاطر تر څارنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته