سیاست

تبصره

-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دانتخاباتي نظام اصلاح افغاني ټولنو ته يوه اړتيا او افغانستان حکومت ته يو لومړيتوب دى چې بايد عملي شي چې په هېواد کې دنوې دموکراسۍ  په نسبت باورونه پياوړې شي .
دباختراژانس مفسر ليکي .
دسنا مجلس وړمه ورځ په خپلې عمومي غونډه کې دانتخاباتي نظام داصلاح په باره کې دهېواد دجمهور رييس تقنيني فرمان ته دځينو تعديلونو په واردولو سره مثبته رايه ورکړه.په داسې حال کې چې ولسي جرګې دوه اوونۍ مخکې دغه  فرمان رد کړ  چې دسياستوالو اودمدني ټولنې د فعالانو ترمنځ له يو لړ غبرګونونو سره مخامخ شو . دسنا مجلس په دې حرکت سره په انتخاباتې نظام کې داصلاحاتو په برخه کې نظريې پياوړې کړې که چيرې دهغو څو انتخاباتو بهير ته چې په تيره يوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې ترسره شول ځير  شو هريوه يې خپلې ټاکلې ستونزې او چلنجونه لرل  داسې ستونزې او چلنجونه چې زياترو يې دانتخاباتي کميسيونونو په مسوولينو پورې اړه پيداکوله او دنه مديريت او  دسمې ادارې دنشتوالي زيږنده وې ، دانتخاباتي نظام اصلاح يې په يوې اړتيا او ضرورت بدل کړ .
دانتخاباتې  نظام  اصلاح په خپل نفس کې دافغانستان خلکو، حکومت اوسياستوالو ته دمنلو وړ يو کار دى خو داصلاحاتو درامنځته کولو په څرنګوالي کې ځينې کسان يوشان او ځينې نور هم بل ډول فکر کوي چې دنظريو دغه توپير کولاى شو دملي شورا ددواړومجلسونو دغړو په تصميم نيونه کې په ډاګه مشاهده کړو .
خو هغه څه چې مهم دى او دهېواد اوسني شرايط  پرې حکم کوي په انتخاباتي نظام کې داصلاحاتو راوستل دي چې بايد هغه په پام کې ونيسو او د هغه په نسبت په ملي نظر سره وګورو سليقوي او منفعت غوښتوونکي نظر کولاى شي نوي دموکراسي اودانتخاباتو راتلوونکي پروګرامونه چې له شک پرته ملي پروګرامونه  دي له خطر سره مخامخ کړي ددغې خبرې تکرار چې په انتخاباتي نظام کې اصلاحات يوه اړتيا ده دتوجيه وړ به وي ځکه نړيوالې ټولنې له دغه بهير سره دخپلو مرستو دوام په انتخاباتي نظام کې په اصلاحاتو پورې اړوند بللى دى
دغه راز داستفاده غوښتنې تقلب ، بې مديريتي او بې اداره ګي چې په تيرو انتخاباتو کې بربنډې شوې ددغو کميسيونونو او دهېواد دسياسي  راتلوونکي په نسبت خلک بې باروه کړي دي او يواځې داصلاحاتو رامنځته کول کولاى شي دنړيوالې ټولنې باور ددغه بهير دتمويلوونکو په توګه اودخلکو باور دهغه دبرخه والو په توګه بيا احيا کړي .
له بلې خوا داکارنه يواځې دافغانستان له خلکو څخه بلکې په ملي شورا کې دهغوى له استازو څخه پټ نه دى چې دولسي جرګې د انتخاباتو له ترسره کولو پرته به نظام نيمګړى وى  که چيرې اوسنى نظام غواړي مشروعيت ولري او په هغه پورې اړوند بنسټونه قانوني اعتبار پيداکړي بايد دانتخاباتي نظام اصلاح ته پاملرنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته