کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
يو سړي له پنځلسوکيلوګرامه چاويدونکو توکو سره پرون مازيګر د امنيتي ځواکونو له خوا په کونړ ولايت کې ونيول شو.
د٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې لوا ويندوى هارون يوسفزي باخترآژانس ته وويل: دغه سړي چې پنځلس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او اړونده وسايل يې په يوکرولا ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي او غوښتل يې هغه دکونړ ولايت له اسمار ولسوالۍ څخه دناړې ولسوالۍ ته وليږدوي؛ له چاوديدونکو توکو سره د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ