ټولنه

د کابل ښار د نولسمې ناحيې په ساحه کې يوه تفريحي پارک جوړيږي

کابل – باختر دورى دمياشتې٢٠
دکابل ښار د نولسمې ناحيې د تخنيک اکاډمۍ د فاميليو د عمومي پارک د جوړولو مقدماتي کار نن پيل شو.
دکابل ښاروالۍ د نولسمې ناحيې رييس محمدعمر نعيم يار د باختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه پارک د جوړولو مقدماتي کار او د نيالګيو ايښودل د ښاروالۍ له پروګرام سره سم د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د څه دپاسه پنځه شپيته زره مربع متره ځمکې په ساحه کې پيل شو.
ټاکل شوې ده دغه تفريحي پارک په معياري ډول جوړشي چې ورزشي ساحې، د ماشومانو د لوبو ساحې او تفريحي سيمې پکې په پام کې نيول شوې دي .
د نعيم يار دڅرګندونو له مخې: ددغه پارک د جوړولو هدف د ماشومانو، ځوانانو او د سيمې د خلکو مصروفول دى.
ده د سيمې له اوسيدونکو څخه وغوښل چې ددغه پارک د جوړلو، سمسورتيا او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته