سیاست

جمهوررئیس غني د پکتیکا ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/باختر د لړم د مياشتې ١٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې نن سهار د دغه ولایت له امنیتي او دفاعي مسئولینو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد شریف یفتلي او د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان دادان لونګ د پکتیکا د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ یې د ښې همغږئ ډاډ ورکړ.
جمهوررئیس غني د پکتیکا والي او د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوره مدیریت مننه وکړه او ویې ویل، هغه ځواکونه چې د امنیت په تامین کې یې اغېزناک رول لرلی باید تقدیر شي.
جمهوررئیس وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د کنډکونو او لواګانو په کچه عملي پلانونه ولري ترڅو له ځواک څخه په موثره توګه ګټه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه چې ۲۰۳ تندر قول اردو باید د زون لپاره په پراخه کچه واضح پلان ولري.
جمهوررئیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په همکارۍ کې د پکتیکا د ولس رول اغېزناک وباله او د دغه رول پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.# 
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته