-کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
دملي امنيت دعمومي رياست موظفينو دلغمان ولايت په مربوطاتو کې دوه تنه دمهماتو دليږدولو په تور ونيول .
باختر آژانس ته دملي امنيت دعمومي ادارې مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : دملي امنيت دعمومي رياست موظفينو دلغمان اوکندز ولايتونو دوه تنه اوسيدونکې د اشرف او جمعه ګل په نومونو چې پنځه کلاشينکوفونو ، نهه تومانچې ،يو زيکويو، دمنځنۍ هاوان اتلس ماينونه ، د پرسونل ضد ديرش ماينونه ، د ډي سي توپ درې ويشت سرګلولې ، درې ريموت کنترول ، د داشکې دوه ديرش بکسۍ ګولۍ يې چې په کرولا ډوله موټر کې له پولې آخوا څخه دترورستي او ورانکاره عمونو دفعاليتونو په مقصد بغلان ولايت ته ليږدول شوي و ترلاسه او عاملين يې ونيول .
1 1 دقیقه لوستل