۱۰۰ ورځې

جمهور رئیس احمدزی:د کندز د امنیتي حالت ښه والی د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٣
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي، نن له غرمې مخکې د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او په بېلا بېلو برخوکې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د کندز ولایت مشرانو او مخورو په دغه ولایت کې د امنیت، پوهنې او سړکونو په برخوکې خپلې ستونزې له جمهور رئیس احمدزي سره شریکې کړې او له حکومت څخه یې د کندز ولایت د امنیتي حالت د ښه والي، په شېرخان  بندر کې د یو سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو او د سپین زر تصدۍ د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه.
د کندز ولایت مشرانو همدا راز  په دغه ولایت کې د یوه دارالعلوم، ښوونکو ته د یوه ښارګوټي ، د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو او دیو نړیوال هوایي ډګرپر جوړېدو باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د کندز ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته په داسې حال کې چې د کورنیو چارو،  سوداګرۍ، پوهنې،کرنې او اوبولګولو، مالیې، فوایدعامې او دانرژۍ اوبود وزارتونو سرپرستانو حضوردرلود، وویل چې د کندز ولایت په اقتصادي لحاظ د افغانستان لپاره ډیر ارزښت لري او د دغه ولایت د امنیتي حالت ښه والی د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې حکومت د دغه ولایت د امنیت د ښه والي لپاره یو لړ ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي چې ډیر ژر به عملي شي.
جمهور رئیس احمدزي د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د هرې ستونزې او غوښتنې حل کول د نوي حکومت په لومړیتوب کې ځاى لري.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د اړوندو وزارتونو چارواکي به د دوی د ستونزو او غوښتنو د حل لپاره په عملي اقداماتو لاس پورې کړي او په خپله دی به په دې اړه د اړوندو وزارتونو له خوا ترسره شوي اجراات تعقیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته