ټولنه

په سرپل ولايت کې لس زره کورنۍ دڅشاک په اوبو لاس رسۍ مومي .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
په سرپل ولايت کې دپنځه ويشتو ټولګټو پروژو کار پيل شو .
دسرپل  ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس وايي په دغه ولايت کې ددغو پروژو  دتطبيق کار  دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزارت داوبو رسولودپروګرام له خوا پيل شو .
دسرپل ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس انجنير جاويد جاويد دباختراژانس  خبريال ته وويل په دغو پروژو کې د اوبو رسولو دشبکو جوړول ،  دژورو او نيمه ژورو څاګانو کيندل اوله لمريزې  انرژۍ څخه داستفادې سيستم شامل دى چې دسانچارک ، ګوسفندي او بلخاب په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز  کې تطبيقيږي .
جاويدزياته کړه  ددغو پروژو ټول لګښت په سلو کې  دخلکو دلسو په ونډې سره  ددغې وزارت له خوا ورکول کيږي .
ده زياته کړه ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سره څه دپاسه لس زره کورني دڅښاک په اوبو لاس رسۍ  مومي .
داپه داسې حال کې ده چې همدا اوس په سرپل  ولايت کې  يوسلوشل کلي  دڅښاک دروغتيايي  اوبو دکمښت له ستونزې سره مخامخې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته