امنیت

دهلمند مدني ټولنې په لغمان کې وروستى بريد وغانده .

کابل باختر دسلواغې  يوولسم
دهلمند ولايت دمدني ټولنې غړو نن ديوې غونډې په ترڅ کې په لغمان ولايت کې وروستى ځانمرګي بريد ددين او هيواد ددښمنانو دسيسه وبلله اوويې  غانده .
دلښکرګاه له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  په هلمند ولايت کې دمدني ټولنې په لسګونو تنو غړو نن ديوې غونډې په ترڅ کې په لغمان ولايت کې وروستى ځانمرګي بريد په ډيرو سختو الفاظو  سره  وغنده او له حکومت  څخه يې وغوښتل چې ددغې  پيښې عاملين دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  ددغې غونډې په پاى کې دهلمند ولايت دمدني ټولنې غړو يوه اعلاميه خپره کړه چې په هغې کې له وسله والو مخالفو ځواکونو څخه غوښتل شوي و چې دملکي وګړو  مصوونيت دې په پام کې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته