امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢
نهه تنه  وسله وال طالبان په  قندهار ولايت کې د عملياتو په  بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات پرون دپنجوايي ولسوالۍ په زنګ آباد سيمه کې دوسله والو طالبانو په يو پټنځاى ترسره شول.
دقندهار د والي د ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل :   د دغو عملياتو
په بهير کې نهه تنه وسله وال طالبان  ووژل  شول.
دفيصل دڅرګندونو له مخې  : دغه عمليات په هغوطالبانو ترسره شول چې په دې وروستيو وختو کې په  دغه سيمه کې دامنيت د ګډوډولو سبب شوي  و .
ويل کيږي : په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو په لسګونو جنګي وسايل او څلور موټر سايکلونه هم  ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهير کې افغان ځواکونو ته  زيان نه  دى  رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته