امنیت

په درزاب کې پوځي عمليات پيل شو .

کابل /دليندى ٢٧مه / باختر :
دوه وسله وال طآلبان تېره شپه په جوزجان کې  د پوځي عملياتوپه بهيرکې  ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل: په دغو عملياتو کې چې ددغه ولايت په درز آب ولسوالۍ کې دهېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونو په ګډون  تر سره شول دوه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددښمن  دوه موټرسايکلونه ، يوه مخابره   او  يوشمېر جنګي وسايل  دپوځيانولاس ته ورغلي دي .
هغه زياته کړه چې دغه عمليات  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دجوزجان ولايت  ددرز اب ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې  دوام کوي .
  ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته