ټولنه

په بلخ کې د مدني ټولنې په پياوړتيا کې د ځوانانو د رول په نامه غونډه جوړه شوه

مزارشريف باختردليندۍ دمياشتې٢٢  نيټه  :
د مدني ټولنې په پياوړتيا کې د ځوانانو د رول په نامه غونډه پرون په مزارشريف ښارکې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله  مخې:
دغه  غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معينيت له خوا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د مسوولينو، د بلخ پوهنتون د استادانو او د دغه ولايت د سلګونو تنو ځوانو نجونو او هلکانو په ګډون جوړه  شوې وه؛ د ځوانانو چارو د معينيت استازي حسن علوي وويل چې د دغې غونډې د جوړولو هدف د مدني ټولنې او د دموکراسۍ د بنسټونو په پياوړتيا  کې د ځوانانو رول دى.
ده زياته کړه: ځوانان د ټولنې د انساني ځواک ستره برخه شمېرل کيږي او موږ هلې ځلې کوو چې ځوانان د غوره سالارۍ د فرهنګ په رواجولو او د غوره دودونو په تفکيک کولوکې فعال رول ولري.
د دغې غونډې يوشمېر برخه والو د ځوانانو د ستونزو او د هغوى د غوښتنو د بيانولو په لاره کې د دغه پروګرام د ترسره کولو له امله خوښي څرګنده کړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې ځوانانو ته زياته پاملرنه وکړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته