ټولنه

پکتياوالود برېښنايي پېژند پاڼو د وېش له پروسې څخه ملاتړ اعلام کړ.

ګرديز باختر د کب د مياشتې ٢ مه
د پکتيا ولايت د ولايتي شورا وکيلانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو او ځوانانو په يو ګډ خبري کنفرانس کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش له لړۍ څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
دوى په دغه خبري کنفرانس کې وويل چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ يوه ملي پروسه ده او هر هغه څوک چې د دغې ملي پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي عدلي او قضايي ادارو ته دې وروپېژندل شي.
دوى له دولت څخه وغوښتل چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ ولايتونو ته هم وغځوي.پاى_وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته