امنیت

په قندهار ولايت کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې شپږ تنه وسله وال طالبان ونيول شول .

کابل باختر د کب دويمه :
په قندهار ولايت کې ددوو جلا جلا پوځي عملياتو په بهير کې شپږ تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل دهېواد امنيتي ځواکونو تيره شپه دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ددوو جلا جلا عملياتو په بهيرکې  شپږ تنه وسله وال طالبان ونيول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې چې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دميوند ولسوالۍ دځينو سيمو دپاکولو په موخه د افغان ګډو ځواکونو له خوا ترسره شول دشپږو تنو  وسله والو طالبانو  په نيول کيدو سربيره  دوسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکو بار  دوه موټرونه او اته موټرسايکلونه هم په عملياتو کې  دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
خپلواک زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې دماين جوړولو دوه فابريکې هم ويجاړې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته