نړۍ

دالمان دزيت بي اف شبکې دبهرنيو اړيکو رييس :پاکستان په بن کې دنه گډون په خاطر ځان ته سزا ورکوي

دالمان دزيت بي اف   دتلويزيوني  شبکې دبهرنيو اړيکو رييس مايکل درسنيو له هيئت سره په کتنه کې چې بن  ته تللي دي وويل چې پاکستان دبن په کنفرانس کې دنه  گډون په خاطر ځان مجازات کوي نه نړيواله ټولنه .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  په بن کې درسنيو هيئت پرون  دالمان دزيت  بي  اف   دشبکې دبهرنيو اړيکو له رييس سره  چې په المان کې  دزيات ليدوونکو او دتلويزيونوشبکو له جملي څخه ده وکتل .

 ده په دې کتنه  کې دبن دکنفرانس په باب دخبرو ترڅنګ په بن کې دپاکستان  داستازي نه گډون سره تماس ونيوه  او ويي ويل چې پاکستان په خپل دغه حرکت سره ځان مجازات کوي نه نړيواله ټولنه .

 په همدي ترتيب هيئت ديو غيرحکومتي مرکز له رييس سره وکتل په دغه غيرحکومتي مرکز کې درسنيو فرهنګي ، ټولنيزو او خيريه موسسو استازي ر اټول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته