امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى : دلارښوونې په ترلاسه کولوسره به راکټى بريدونو ته ځوا ب ورکړو :

کابلباختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه

دملي د فاع و زارت ويندوى وايي دوى به دلار ښونې په ترلاسه کولو سره دپا کستان درا کټي بريدو نو په وړا ندى غبرګون وښيى

دباختراژانس دخبرله مخې : دملى دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظا هر عظيمى چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولى څرګنده کړه موږ په خپل هيواد هر راز را کټي بريدونه غندو ، د ملى دفاع وزارت به دلارښوونې په ترلاسه کولو سره به دغه شان بريدونو ته ځوا ب ووايي .

دغه راز د ملى دفاع وزارت ويندوى دغه ادعا چې ګنې ياغي طالبان دافغانستان له پولى څخه پاکستان ته په ننو تلو سره پاکستاني عسکر وژلى دي يوه بي بنسټه اد عا و بلله .

دملى دفاع وزارت د ويندوى څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې پاکستاني ځواکونو دڅو ورځو په بهير کي څوځلي د کونړ ولايت په سرحدى سيمو بريدونه کړي دي او ددغو بريدو نو په بهير کي زموږ يو شمير هيواد وال شهيدان شوي دي او يو شمير نور له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي .

د ملى دفاع وزارت ويندوى دغه راز څرګنده کړه: دروان کال په بهير کې د وسله والو مخالفينو په بريدو نو کې د تير کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٢١ زيا تو الى ليدل کيږي په دې موده کې دښمن ځان مرګو بريدو نو اود ماينو نو چاود نو ته زور ورکړي دي.

دملى دفاع وزارت ويندوى  د طالبانو په وړا ندى د غزني داندړو د خلکو له پاڅون سره ددغه وزارت ملا تړ څرګند کړ او دغه را ز د نويد په عمليا تو کې دپرمختګ چې يوسرا سري تصفيوي عمليات دى يادونه وکړه او وى ويل دغه عمليات به زيا تره په سرحدى سيمو متمرکز وى .

د نويد عمليات په داسې وخت کې پيل شول چې د هيواد امنيتي ځواکونو د امنيتي مسو ليتو نو اخيستلو ته چمتو دي او اوس په سلو کې پنځوس تصفيوي عمليات د افغان امنيتي ځوا کو نو له خوا ترسره کيږي .

دملى دفاع و زارت ويندوى وايي تر٢٠١٣ کال پورې به د هيواد  امنيتي ځوا کو نه تصفيوي عمليات په مستقلا نه ډول تر سره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته