کابل/ د وري٢٩ مه / باختر
د اسلامي امارت د چارو ادارې د مرستيال شيخ نورالحق انور په مشرۍ د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او د دولتي خدمتونو وړاندې کولو د بهير ښه والي په مقصد غونډه جوړه شوه.
د چارو ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې غونډه کې د بهرنيو چارو، ماليې، ملي دفاع، کورنيو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت اوسوداګرۍ، ترانسپورت او د مهاجرينو د راستنيدونکو چارو وزارتونو استازو ګډون کړى وو.
په دې غونډه کې د چارو ادارې مرستيال شيخ نورالحق انور د وزارتونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په اړه خپلې نظريې وړاندې کړې او د خلکو د ستونزو پرحلولو او د دولتي خدمتونو وړاندې کولو پر ښه والي یې ټينګار وکړ.
وروسته د يادو وزارتونو استازو د دولتي ادارو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د خلکو د ستونزو د څېړنې په اړه خپلې نظريي او پيشنهادونه وړاندې کړل.
په پاى کې پريکړه وشوه چې د همغږۍ د رامنځته کولو، د پروګرامونو د عملي کولو او د خدمتونو د وړاندې کولو بهير د ښه والي په اړه کاري کميټې جوړې شي.
\ ج