ټولنه

د مرکزي بغلان دآبقول کانال د اوبو د بند د جوړولو کار پيل شو

پلخمري باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د آبقول  کانال د اوبو د بند د جوړولو            کار  د انرژۍ  او اوبو لګولو  وزارت  له خوا پيل شو.
د بغلان  د دريايي حوزې سرپرست  آصف الله رحيمي د باخترآژانس  خبريال ته وويل  دغه سربند د نړيوال بانک په مرسته د څه ناڅه دوولسو ميليونو افغانيو په  لګښت  په يوه کال کې  جوړيږي.
د بغلان د دريايي  حوزې  سرپرست  وويل  د دغې  پروژې په بشپړيدو سره به اوويا زره  جريبه کرنيزې ځمکې خړوبه شي او دغه راز له دريو زرو څخه زياتې کورنۍ به يې هم له ښيګڼو څخه  ګټه واخلي .پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته