ښوونه او روزنه

دملي امنيت له جيل څخه دمحصلانو دخلاصون لپاره په لغمان کې دسلګونو تنو محصلانو مظاهري

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
په سلګونوتنو محصلانو په يووخت کې په لغمان  اوننګرهارولايتونو کې دمظاهرو په کولوسره دملي امنيت له جيل څخه دمحصلانو دخوشي کولو غوښتنه وکړه.
دغو محصلانو په جلال اباد ښارکې دننګرهارپوهنتون اودلغمان ولايت دسرخکانو په سيمه کې دافغانستان دمسلکې اوتخنيکې   انستيتوت په وړاندې راټول شوي وو او دپنځوساعتونو لپاره يې پايتخت ته غزيدلي  عمومي واټ  دترافيکوپرمخ تړلي و.
اعتراض کوونکو له دولت څخه و غوښتل چې ډير ژر دملي امنيت له جيل څخه دمحصلانو په  خوشي کولو کې اقدام وکړي.
په وروستيو دوو کلونو کې دننګرهار ، لغمان اودنورستان دپوهنتونونو څه ناڅه لس تنه محصلان له ياغيانوسره داړيکو دلرلو اودتروريستي بريدونو دترسره کولو په تور دافغان اوناټو دځواکونو له خوا نيول شوي دي.
دغه مظاهري  له پنځو ساعتونو وروسته دمحصلانو دغوښتنو دڅيړنې په باب دسيمه ييزو مقاماتو په منځګړيتوب اوژمنې وروسته پاى ته ورسيدي.
په  همدي حال کې  دننګرهار دوالي ويندوي احمدضياعبدالزي وايي چې دبندي محصلانو دخلاصون په باب  له حکومتي مقاماتوسره خبري دوام لري.
ده وويل څوتنه  محصلان دننګرهار  دوالي ګل اقا شيرزي په منځګړيتوب له بند څخه خوشي شول خو اوس هم يوشمير محصلان په تروريستي بريدونو کې دلاس لرلو په تور دملي امنيت په جيلونو کې شپې سباکوي.
ويل کېږي دتيرې شپې پيښي ددغو مظاهرو په ترسره کولو کې زياته اغيزه اورلو درلود.
درارسيدلوخبرونو له مخې تيره شپه دناټو ځواکونودسرخکانو په سيمه کې  دافغانستان دتخنيکي اومسلکي انستيتوت په ليليې په بريد سره ددغې سيمي دلوړو زده کړ دمرکز يو محصل يې له ځان سره بوته.
څومياشتې مخکې دنورستان دتحصيلي مرکز يو محصل دبم ايښودلو په تور دافغان امنيتي ځواکونو له  خوا ونيول شو.
سيمه ييزو مقاماتو دڅو تنو محصلانو دنيولو په وخت کې ويلي دي .
داسې سندونه په واک کې لري چې له ياغيانوسره ددوى دهمکاري ښکارندوى دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته