ښوونه او روزنه

جمهور رئیس غني دلوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي او دپوهنتونونو استادانو ته په خطاب کې: تاسو بشري پانګې ته اساسي بدلون ورکوئ

_ کابل باختر دمرغومي  ٢٨ نيټه :
د افغانستان  د اسلامي جمهورریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام دلوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، دکابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونو استادانو سره وکتل.
دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کته کې چې په ارګ کې وشوه ، لومړی په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټرمحمدهمایون قیومي خبرې وکړې او له پوهنتونونوڅخه د ملاتړ او بشري ځواک د انکشاف برنامې (EDEX) د ارزښت په اړه یې معلومات ورکړل.
هغه د دې برنامې د تمویل له امله د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ د یادې برنامې په تطبیق سره به  د هېواد دلوړو زده کړو په نظام کې مثبت تغییرات راشي چې له دې لارې استادان او محصلین د نړۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې ۱۶۰۰ څخه زیاتو رشتو او له ۱۲  څخه زیاتو ژبو ته لاسرسی لرلی شي.
قیومي وویل: هغه محصلین او استادان چې له بېلابېلو ژبو سره آشنایي لري له دې برنامې څخه د تدریس میتودونه زده او څېړنې کولی او د دې برنامې له پای ته رسولو  وروسته نور استادان هم روزلی شي.
وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري خبرې
وکړې او له پوهنتونونو څخه دملاتړ او بشري قوا د انکشاف برنامې (EDEX) د ملاتړ په برخه کې یې وویل ، ایډیکس پنځه ورځنی ورکشاپ د هېواد د ۹ لویو پوهنتونو د ۶۰ استادانو په ګډون جوړ شو.
ده زیاته کــړه دا برنامه زموږ استادان په دې قادروي چې په خپلو پوهنتونونو کې ددې روزنیزسیستم دتطبیق له لارې لازم مهارتونه  زده کړي.
دغه راز ګډونوال له دې برنامې څخه په استفادې د برېښنايي روزنې په برخه کې لازمې ښېګڼې  او  آسانتیاوې زده کولای شي.
ډاکټر نجیب الله خواجه عمري دې ته په اشارې چې لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو علمي او اداري برخه کې پروګرامونه ترلاس لاندې لري وویل، د لوړو زده کړو وزارت تقنیني اسناد او تحصیلي نصاب ته بیا کتنه کېږي. په دې برخه کې لومړني ګامونه اخیستل شوي تر څو فارغ شوي محصلین د کار بازار مطابق عیار کړي.
له دغو  ویناوالو وروسته جمهور رئیس غني د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو او دپوهنتونونو استادانو ته ددغه ګټور پروګرام د پیلولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه ؛ د ټاپي پروژې له پیلولو سره موږ  خپل  موقعیت په پانګه بدلوو او تاسو بشري پانګې ته  اساسي  بدلون ورکوئ.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د دغه  تحول له امله له ټولو خصوصاً        د پوهنتونو استادانو او رئیسانو څخه مننه چې دتحول لامل شول . هغه زیاته کړه، د جنګ د مدیریت او د افغانستان دبقا له امله مې   په تېرو درې کالو کې پوهنې او لوړو زده کړو ته زیات وخت و رنه         شو کړی.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ۱۳۹۷ کال د افغانستان د بشري پانګې کال دی. د پوهنې وزارت په اساسي توګه د بدلېدو په حال کې دی، لوړو زده کړو وزارت چې د افغاسنتان فکري مرکز دی باید په اساسي توګه اصلاح او بدل شي.
جمهور رئیس د پوهنتونونو استادانو ته په خطاب کې وویل، تاسو هر یو د افغانستان په هر ګوټ کې مسوول یاست چې د افغانستان طبیعي پانګه په کار واچوئ او هیله من یم چې په دې برخه کې به بریالي واوسئ.
هغه زیاته کړه، ستاسو مسوولیت له ما څخه هم ډېر دی
محمد اشرف غني څرګنده کړه، څلورم صنعتي انقلاب د عملي کېدو په حال کې دی او هر څه ډیجټل کوي.  د دې اړتیا ده چې جدي یې وګڼو.
ده  زیاته کړه، د څلورم صنعتي انقلاب په لور دحرکت لپاره باید ځانونه عیار کړو.
جمهور رئیس وویل: تاسو عظیم فکري فرصت لرئ چې د نړۍ اقتصاد باید له فکري پلوه و ارزوئ. زموږ د تحصیل نتیجه باید دا نه وي چې په څو ژبو پوهېږو، بلکې دا مهمه ده چې ولس ته څه پایله لري. له ولس سره شوې ژمنه باید عملي شي.
جمهور رئیس غني وویل، آسیا په اقتصادي براعظم د بدلېدو په حال
کې ده . د ورېښمو لار هم د ورېښمو په لارو بدلېږي او د آسیا تحول باید درک کړو .
ده زیاته کړه، دغه ډول تحول فرصتونه او خطرونه دواړه لري، افراطیت او د ترهګرۍ شبکې یې خطرونه دي.
محمداشرف غني وویل، ستاسو مسوولیت یوازې د ولت او اقتصاد نه، بلکې د ملت جوړول دي او نوي نسل ته باید لاره وښیئ.
هغه  زیاته کړه، افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمې لري. زموږ کانونه، اوبه، ځمکې، غرونه او سیندونه په بشري تحول پورې تړلي او تاسو باید نوی متشبث فکر ایجاد کړئ. 
جمهور رئیس څرګنده کړه، نوې ټکنالوژي ته د وسیلې نه، بلکې د سیستم په توګه وګورئ. پخوانی سیستم ځواب ویونکی نه وو.له دې وروسته پوهه په سرعت د حرکت په حال کې ده چې حافظه یې ځواب ويونکې نه ده، حافظه باید فکري وي چې څنګه یو متحول ماحول درک کړو، ځکه که یې درک نه کړئ او ثابت پاتې شوئ، نو ځواب ویونکي نه یاست.
د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، مهم شی دا دی چې تاسو په تولیدونکي بدلېږئ او له دې امله یو ځل بیا ټولو     ته مبارکي وایم. دا سیستم به په پښو ودروئ، ځکه ستاسو نتایج محدود نه دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته