-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د ارملک _ لامان سړک د جوړولو اوپخولو کار چې د هېواد په لويديځ کې د حلقوي سړک يوه برخه جوړوي اود شمال دهليز په نامه يادېږي ډېرژر بشپړېږي.
د هېواد د فوايد عامې وزارت يو مسوول باختراژانس ته وويل دغه پروژه چې له کرخ ولسوالۍ څخه پيل شوى دى اود بادغيس تر لامان سيمې پورې دوام کوي د څه دپاسه ٥٠ کيلومتره اوږدوالى او١٠ متره سورلري په هغه کې ١٩٦پلګي اواستنادي ديوالونه شامل دي
هغه وويل د دغې پروژې په بشپړېدو سره د منځني اسيا هېوادونو او له دغو هېوادونوڅخه افغانستان ته د تجارتي مالونو لېږدرالېږد اسانه کېږي.
ختم_شکريه_اکرم