امنیت

په غور کې دقهرجنو خلکو په بريد کې دپنځو تنو وسله والو طالبانووژل کيدل

-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په غور ولايت کې دسيمې دقهر جنو اوسيدونکو په بريد کې ووژل شول .
دغه طالبان نن سهار فيروز کوه ښار ته څيرمه  په يوه امنيتي پوستې دبريد په وخت کې دسيمې داوسيدونکو له غبرګون سره مخامخ شول .
دغور ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند پنځه تنه يرغلګر ووژل شول.
ده وويل چې دغو طالبانو فيروز کوه ښار ته څيرمه په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ چې دسيمې دخلکو له قهر او  غوصې  سره مخامخ شول .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته