امنیت

په نجراب ولسوالۍ کې دوه ماینونه شنډ او څو سیمې د وسله والوله شتون څخه پاکې شوې

کابل باختر د مرغومې ۱۷ مه
د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو په بهیرکې دوه ماینونه کشف او شنډ شول او څو سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات د روانې میاشتې په لسمه نېټه پیل شوي چې لا هم دوام لري.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې په پیل شویو عملیاتو کې د تېرو څلر ویشتو ساعتونو په ترڅ کې د نجراب ولسوالۍ چنارغونډۍ ، عبدالهادی غنډ ، فیروزغونډۍ ، نجاران ، توره غونډۍ ، دینګ کلی ، میدانی ، افغانیه جر، کربولی ، میاخېل ، آنتن تپه او د عین درې د ګولایي سیمې د وسله  والو له شتون څخه پاکې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه راز په یادو عملیاتو کې دوه ماینونه هم کشف او شنډ شوي  دي.
ویل کېږي په دغو عملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته