
کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د استرالیا د نوي سفیر باورلیک نن له غرمې مخکې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، د هېواد جمهور رئیس ښاغلي ریچارډ فیکس ته په دغې نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس، له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول انکشافي او نظامي برخه کې د اسټرالیا له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.
ورپسې د اسټرالیا نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په پيلولو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان جمهور رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو د لا پياوړتیا په ځانګړي ډول انکشافي ډګر کې به د هغه هېواد د همکاریو د دوام په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.