ټولنه

دپنجشير دمسلکي او تخنيکي ليسې دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل / دمرغومي ١٣مه / باختر :
دپنجشير دمسلکي او تخنيکي ليسې دودانۍ دجوړولو کار نن ددغه ولايت په خينج ولسوالۍ کې پيل شو .
دپنجشير ولايت دمطبوعاتو مسوول محمد منصور عنابي  باختراژانس ته وويل چې ددغې ودانۍ په جوړولو کې دالمان هېواد څه دپاسه يو ميليون يورو لګوي او دغه  ودانۍ په درې جريبه ځمکه کې په پاخه ډول جوړېږي .
ددغې ودانۍ دجوړولو دکار دپيل په مراسمو کې دپنجشير مسوولانو ، دتخنيکي اومسلکي تعليماتو دادارې رييس ،  ددولتي ادارو رييسانو اوددغې ولسوالۍ مخورو برخه لرله.
په دې ودانۍ کې نولس درسي خونې ، دوه لابراتوارونه ، اداري څانګې ، ورزشي ډګرونه او نورې  اړتياوې په پام کې نيول شوي دي .
  ختم_ عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته