امنیت

د تالقانو ښار امنيتي وضعیت ښه شوى دى

کابل / د زمري ۸مه / باختر
د تالقانو ښار امنيتي حالت د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په فعاليتونو سره ښه شوى دى.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د تالقانو ښار هټۍوال، ګرځنده پلورونکي او کسبګر چې د امنيتي ګواښونو له لرې کولو وروسته خپل ورځني فعاليتونه له سره پيل کړي دي؛ په تالقانو ښار کې د امنيتي وضعیت پر ښه والي خوښي څرګندوي.
په تالقانو ښار کې د يوه رستورانټ خاوند احمد شبير چې د زياتو امنيتي ګواښونو په دلیل يې خپل رستورانټ تړلی و او د ښار له شاوخوا څخه د طالبانو تر شړلو او د امنيتي ګواښونو تر لرې کولو وروسته يې خپل رستورانټ بېرته پرانيستی دى؛ وايي چې په ښار کې امنيتي حالت د تېرو ورځو په نسبت ښه شوى دى.
شبير له طالبانو څخه غواړي چې پر تالقانو ښار له بريدونو لاس واخلي او خلک پرېږدي چې په ارامۍ سره کار وکړي او خپل ژوندانه لګښت تامين کړي.
د تخار د امنيې قومندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې طالبانو د سر زيان په ورکولو سره خپله روحيه له لاسه ورکړې ده او امنيتي او دفاعي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د تخار پوليسو وياند د تالقانو اسېدونکو، هټۍوالو او کسبګرو ته ډاډ ورکړ چې په ارامۍ سره دې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د خلکو دفاع کوي او هېڅکله دغې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د تالقانو ښار ونيسي.
په تالقانو ښار کې هټۍوال او کسبګر په داسې حال کې خپل فعاليتونه له سره پيلوي چې په وروستيو ورځو کې وسله والو طالبانو له څو لورو د تالقانو ښار د نيولو په موخه پراخ بريدونه ترسره کړل، خو د ښار پر نيولو بريالي نه شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته