اقتصاد

دتاجکستان انګور دفيروز نخچير دانګورو پرځاى پاکستان ته ځي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
دسمنګانو په ولايت کې دانګورو حاصلات دتيرکال په پرتله په سلو کې نهه ويشت زيات شوي ،خو بڼوال دانګورو  دبيې له ټيټوالې څخه شکايت لري او دغه راز بڼوال له دې امله چې دتاجکستان انګور دفيروز نخچير دانګورو پرځاى چې نړيوال شهرت لري،پاکستان ته ځي سرتکوي.
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست د کرنې دچارو آمرنورمحمد باختر آژانس ته خبر ورکړ : دانګورو بڼونه ددغه ولايت دفيروز نخچير او حضرت سلطان په ولسواليو کې دي چې مساحت يې يو زرو دوه سوه پنځوس هکتاره ځمکې ته رسيږي.
ده زياته کړه : ددغې ادارې سروې څرګندوي چې ددغو ولسواليو دانګورو دبڼونو حاصلات په تيرکال کې څه ناڅه اووه زره ټنه او سږکال نهه زره ټنو ته رسيدلي دي .خو ده وويل : سږ کال دمناسب بازار دنشتوالي له امله د انګورو بيه ټيټه شوې ده .ده څرګنده کړه : تيرکال يوه کيلو انګو په پنځه څلويښتو افغانيو پلورل کيدل، خو سږکال په څلويښتو افغانيو پلورل کيږي.
ده وويل : دسمنګانو په سلو کې اويا انګور پاکستان ته صادريږي او سږکال يې په دې دليل بيه ټيټه شوې ده چې سوداګرو دتاجکستان انګور هم پاکستان ته صادر کړي دي.
دانګورو بڼوال هم دخپلو بڼونو له حاصلاتو څخه خوښ دي ، خو وايي چې بيه يې ټيټه شوې ده .
دفيروز نخچير دچارسوق دکلي دانګورو بڼوال محمد ناصر وويل: له پنځو جريبو بڼ څخه چې لري يې تيرکال پنځه زره شپږ سوه کيلو خو سږکال مې اووه زره کيلوګرامه انګور ترلاسه کړي دي .
خو دغه بڼوال دانګورو دبيې له ټيټوالې سرټکوي، په سمنګانو کې دانګورو يو سوداګر حاجي محمد شريف وويل : دانګورو بيه په دې دليل ټيټه شوې ده چې ځينې سوداګر دتاجکستان انګور راوړي او هغه دفيروز نخچير دانګورو په نامه پاکستان ته صادروي .
ده زياته کړه : سوداګر د دې لپاره داکارکوي چې دسمنګانو حسيني او تايفي انګور نړيوال شهرت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته