ټولنه

پکتیا کې د دوو ښوونځیو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

ګردیز باختر د مرغومې٤مه
د ۲۳ مېلیونو افغانیو په لګښت د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ په فیروزخېلو او خواجر خېلو سیمو کې د دوو ښوونځیو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دغو ښوونځیو کې یو منځنی او بل لومړنی ښوونځي شامل دي چې چارې به یې  د ۱۳۹۸ مالي کال تر پایه بشپړې شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته