امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي په دوو جلاجلا پيښوکې ووژل شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
پنځه تنه ډار اچوونکي پرون په غزني ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغو پنځو تنو ډار اچوونکو کله يې چې غوښتل دغزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ په تګلورى کې يو ماين ښخ کړي؛ ماين د ښخولو په وخت وچاوديد او ماين ښخوونکي يې ووژل.
دغه راز يو بل ډار اچوونکى چې غوښتل يې يو ماين د ارزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په افشان سيمه کې ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او ماين ښخوونکى ووژل شو.
د يوبل خبرله مخې: د ملي پوليسو ځواکونو پرون د قندهار ، زابل، خوست او د پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې ١١ ماينونه او ٦٠ کيلوګرامه چاويدونکي توکي چې د ډار اچوونکو له خوا ځاى پرځاى شوى و ، کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته