امنیت

ددولت يوسلواووه ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٠ :
د هېواد په  دوولسو ولايتونو کې پرون دملي اردو د محاربوي عملياتو له امله  ددولت ١٢٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت  دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
دملي اردو ځواکونو دغه عمليات د تخار، ميدان وردګو، کندز ،فارياب ، کونړ، پکتيا ، غزني ، خوست ، ننګرهار ، روزګان،  هرات او دهلمند ولايتونو په   مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې  ددولت ١٢٧ تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول ، ٩٣ تنه ټپيان او پنځه تنه نور دملي اردو دځواکونوله خوا ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي اويو  اندازه  ډول ډول ماينونه کشف او شنډکړاى شوي دي  .
ديوبل خبرله مخې :   دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې د وسله والو مخالفينو له خوا د درندو وسلو د ډزو  له امله  او په سړک کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو دوولس تنه سرتيري  شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته