ټولنه

په کابل کې دامريکا دسفير مرستيال دجمهور رييس له مرستيا ل سره وکتل .

کابل باختر دزمري نهمه :
په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير مرستيال ديويد اى ليندوال دجمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او دعلاقې وړ مسئلو په باب يې ورسره خبر ې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دجمهور رييس  مرستيال په دې کتنه کې څرګنده کړه دانتخاباتي اصلاحاتو او دولسي جرګې او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو دلارې پرسر پرتې ستونزې او خنډونه  لرې شوې دي او حکومت هوډمن دى چې انتخابات په روان کال کې ترسره کړي .
ده زياته کړه :که څه هم لاتراوسه پورې  په تخنيکي  لحاظ  او په بشپړ شفافيت سره دانتخاباتي زمينو دبرابرولو په برخه کې ستونزې  پاتې دي خو اساسي چلنجونه لرې شوې دي
قانونپوه سرور دانش  دغه راز څرګنده کړه چې نن دافغانستان ستونزې يواځې په خپل افغانستان پورې اړه نه پيداکوي .
بلکې په نړيوالو همکارانو او په تيره بيا دامريکا په متحده ايالاتو پورې هم اړه لري .
ده زياته کړه : په افغانستان کې دسياسي ثبات ، سولې ، امنيت ، دبشر دحقوقو او انکشاف په ګډون زياتره مسئلې په دواړو هېوادونو پورې اړه پيداکوي او موږ هيله لرو چې دامريکا متحده ايالات په ټولو برخو کې دپخوا په شان دافغانستان دخلکو او دولت تر څنګ ولاړ وي .
په دې کتنه کې په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتودسفير مرستيال ديويد اى ليندوال هم په تيرو وختونوکې  دجمهور رييس دمرستيال دهمکاريو له امله په قدردانۍ سره وويل: په افغانستان کې انتخابات او انتخاباتي اصلاحات امريکا ته بنسټيز اهميت لري اوموږ به په ټولو پړاونوکې دافغانستان  ددولت اوخلکو ترڅنګ ولاړ واوسو .
ده هيله وکړه چې تيرو تجربو او دملي وحدت دحکومت دمقاماتو او دمشرتابه هئيت جدي هوډ ته په پاملرنې سره ، دافغانستان دراتلوونکي لپاره زياتې هيلې راټوکيدلې دي  او موږ له پخوا زيات هيله من يو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته